د هیواد په بیلابیلو سېمو کې د ۳۰تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

Typography

air-wing-helicopter

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په  ګډو  تعرضې او تهاجمی  عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د کنر، لغمان، ننګرهار ،  پکتیکا،میدان وردګ، خوست ، کندهار، ارزګان، زابل، هرات ،غور، بلخ، جوزجان ، تخار، بغلان ، کندز او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره شول ، ۳۰ تنه وسله وال ترهګروژل شوي ، ۳۰ تنه  ټپیان او۳ تنه  نیول شوي دي.

د غه  ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي او هوایي  قوتونو  په مرسته  ترسره شول د کندهار ولایت د ارغنداب  ولسوالی په اړوند سیمه کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان، د غور ولایت د پساوند  ولسوالی په اړوند سیمه کي ۷تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي او۵ تنه ټپیان او د لغمان ولایت مرکز په اړوند سیمه کې د وسله والو ترهګرو ۲ تنه سیمه ییز قوماندانان  وژل شوي دي.

همدا راز د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د یولړ ګډو چانیزو عملیاتو پر مهال د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالی په اړوند سیمه کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان ، د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالی په اړوند سیمه کې د وسله والو ترهګرو یو تن سیمه ییز قوماندان د فضل باري په نامه وژل شوی دی.

په همدې توګه د ملي اردو او ملی پولیسو ځواکونو په   ګډو عملیاتو کې د خوست ولایت د صبریو او د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالیو په اړوندو سیمو کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.

ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ ورکړي. په یاد شویو عملیاتو کې د ملي اردو ۷ تنه سرتیری شهیدان شوي دي.  د ملي دفاع وزارت د لوی خدای«ج» له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت اوپاتې کورنیو ته یې د جمیل صبرغوښتنه کوي.