د دری سیمه اییزو قوماندانانو په ګډون ۱۱ تنه وسله وال طالبان په فراه ولایت کې وژل شویدي

Typography

ancopدافغان ملي پولیسو په یوې ځوابي برید کې چې دفراه ولایت د انار دری ولسوالی په شاوخوا سیمو کې ترسره شول ۱۱ تنه طالب جنګیالی وژل شویدی دي . په وژل شویو طالبانو کې د ملا ابوبکر، ملا ابراهیم، او غلام محمد دین په ګډون دری وتلي قوماندانان هم ګډون لري.

دغه نښته هغه مهال رامنڅته شوه چې وسله والو جنګیالیو د فراه ولایت په نار دره ولسوالی کې دپولیسو پر یو شمیر پوستو برید وکړ.

په دی برید کې ۲۰ تنه نور وسله وال مخالفین ټپیان شویدي ، دری موټره  او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللې دي.

دغه وسله وال مخالفین ددی ولایت په بیلابیلو سیمو کې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو کې لاس درلودل.

په دی بریدونو کې افغان ملي پولیسو او ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیان ندی رسیدلی دی .

افغان ملي امنیتي ځواکونه تل هڅه کوي ترڅو د ترهګرو  بریدونه شنډ او دهغوي خوزښتونه مخکی له مخکي شنډ کړي.