په هرات کې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو د يوې ډيپو کشف

Typography

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د تروريستانو د ماينونو او مهماتو يوه ډيپو کشف او وچول شوه .

seized weaponsپه دې ډيپوکې چې په اورايين کلي کې موقعيت درلود؛ د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا يوه اندازه ماينونه اومهمات پټ کړى شوي و چې د ضرب ظفر - ٣٨ په چاڼيزو عملياتوکې کشف شوه. په هرات ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات د دفاعي ځواکونو په ګډون د ظفر قول اردو د لومړۍ لوا د درستيز وال بريد جنرال اختر محمد همدم تر ادارې لاندې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د ساحې د پاکولو په موخه دشينډنډ ولسوالۍ په روايين کلي کې ترسره شوي و .