په فراه کې له لسګونو اړو کورنيو سره مرسته

Typography

دفراه ولايت دپشت رود او بالابلوک  له ولسواليو څخه له يو سلو اووه اويابې ځايه شويو کورنيو سره دلګښتي مالونو او جامو مرسته وشوه.

food donationsدغو بې ځايه شويو کسانو چې زياتره يې دپشت رود له ولسوالۍ څخه دي دهغو مرستو له امله چې ورسره شوې ده خوښي څرګنده کړه.
دفراه دوالي وياند وويل چې دغه مرسته ديونيسف ددفتر له خوا  دمهاجرينو دامريت په همکارۍ شوې ده او په پام کې ده چې په دغو بې ځايه شويو  کسانو خوراکي توکي هم وويشل شي.