18
السبت, تشرين2

په هرات کې له سلګونو پرمختيايي پروژو څخه ګټه اخيستنه او ديو سړک دپخولو دکار پيل

لویدیځ
Typography

په هرات ولايت کې له څلور سوه دوو ټولگتو پروژو څخه له ګټې اخستنې سره جوخت ددغه ولايت په انجيل ولسوالۍ کې دپنځو کيلومترو په اوږدوالي د سړک دترميمولو  او پخولو او په ګذرې ولسوالۍ  کې داتو کيلومترو په اوږدوالي دسړک  دجوړولو او کريړ چولو کار پيل شو.


uplift project 5ددغو پروژو دعملي کولو کار دڅه دپاسه دوه پنځوسو مليونو افغانيو په لګښت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا دوزير نصير احمد دراني او دهرات دوالي محمد اصف رحيمي له خوا پيل  شو .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير وويل چې دغه پروژې دکليوالي لارو دجوړولو ، اوبو لګولو او دملي پيوستون دپروګرام دساتنې او څارنې  دپروګرامونو له لارې عملي کيږي
دهرات ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس اقا محمد صديقي له خوا دوړاندې  شويو معلوماتو له مخې: دبشپړو شويو پروژو له جملې  څخه دڅه دپاسه دوه سوه پنځلسو مليونو شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت درې سوه شپږ نوي پروژې  دکارموندلو او دملي پيوستون دساتنې او څارنې دپروګرم له لارې  دانجيل ، کرخ او کهسان په ولسواليو کې او د ديارلسو مليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت دڅښاک داوبو دڅاګانو دکيندولو او له جنراتور څخه  په سولر دانرژۍ  دبدلولو په ګډون شپږپروژې داوبو رسولو او دچاپيريال دروغتيا ساتنې دپروګرام لارې ګټې اخستني ته سپارلې شوې دي .
دهرات ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس اقا محمد صديقي ددغو پروژو دپرانيستلو په مراسمو کې وويل: دساتنې او څارنې  دپروګرام پروژې چې دسړکونو ، کانالونو ، کاريزونو ، استنادي ديوالونو ، اوبو رسولو دشبکو ، فرهنګي مرکزونو ، ښوونځيو او داوبو لګولو  دپروژو ترميمول اوساتنه شامله ده دوه زره اووه سوه کاري ورځې يې ماهرو ارګرانو ته او څلور سوه اويا زره کاري ورځې غير ماهر و کارګرانو ته  برابرې کړې دي او دغه راز داوبو لګولو له شپږو پروژو څخه څلور زره اووه سوه اوو څلويښتو کورنيو گته اخيستې ده.