لس تنه وسله وال ووژل شول

Typography

وسله والو طالبانو تيره شپه دفارياب ولايت دخواجه سبزپوش ولسوالۍ دشخي دکلي په امنيتي پوستې بريد پيل کړ چې تر نن سهار پورې يې دوام وکړ دخواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومى وويل: دوسله والو طالبانو بريد دامنيتي ځواکونو او له مرکز څخه دنويو ځواکونو په مقاومت سره شنډ شو.

معصومي زياته کړه: په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له: په دې جګړه کې يو پوليس هم شهيد شوى دى.