په هرات کې د دوو سترو بنسټيزو پروژو دکار پيل

Typography

د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې د دوو سترو بنسټيزو پروژو کارپيل شو.


uplift project in wardakددغو پروژو کار د ديارلسو مليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت دهرات ولايت په  اوبې ولسوالۍ کې  پيل  شول.
ددغو پروژو لګښټ چې د سيند سواحل پکې ټينګښت مومي دهيواد دانرژى او اوبو وزارت له بودجې څخه ورکول کيږي.
دانرژى او اوبو وزارت مسولينو ددغو پروژو د جوړولو هدف د زراعتي ځمکو او داستوګنې دکورونو د ويجاړيدو مخنيوى او دسيند دسواحلو ټينګښت بولي.
قرار داد کوونکو شرکتونو ژمنه کړى ده چې ددغو پروژو کاربه  په څلور مياشتو کې بشپړ کړي.
د هرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وايي ددغو شرکتونو کار د هريرود-مرغاب دعمومي حوزې او دفرعي حوزې دانجنيرانو دټيم له خوا څارنه او کنتروليږي.