جمهوررئیس غني: په راتلونکو درې کالو کې به هرات او شېرخان بندر سره ونښلو چې له دې سره به د افغانستان اقتصادي نظام ثبات ومومي

Typography

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.


linking to regional markets 3دجمهوررئيس دوياندمطبوعاتي خبر ورکړ: په پیل کې د کندز د ولسي شورا رئیس انجینر محمد دین همدرد او ښاغلي انجینر فرید افضلي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د سولې د تامین، زیربنا  او سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیاپه برخه کې یې د جمهور رئیس هڅې او هلې ځلې وستایلې.  دغو  ویناوالود امنیت، زیربنا، معارف، زراعت، مالدارۍ او روغتیا په برخه کې  
د کندزد خلکو، بزګرو او کوچیانوشته ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې. هغوی همدارنګه د کندزولایت په محلي ادارو کې د اصلاحاتود تطبیق او خصوصي سکتور او پانګوالو ته د فعالیت او پانګونې په موخه د لازمو اسانتیاو د برابرولو وړاندیز وکړ.
جمهور رئیس غني له هغوی څخه له دې امله مننه وکړه، چې د کندز د خلکو ستونزې یې په وضاحت ورسره شریکې کړې اود اصلاحاتود تطبیق په  برخه کې یې دمشرانو،  متنفذینو، علماو او د ټولنې د ټولو اقشارو مرسته مهمه وبلله.
جمهور رئیس په هېواد کې د روان جنګ د پای ته رسولو لپاره د جنګ د بېلابېلو ابعادو تشخیص او د جنګ د هر بعد  د مخنیوي لپاره د جلا پلان ترتیب حتمي وباله.
هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې نظم، اصلاح او همغږي رامنځته شوې ده.
د هېواد جمهور رئیس وویل، دا وطن له ۴۰ کلونو راهیسې په بحران کې دی او ځینې افراد بحران د ځان په ګټه بولي، ځکه بحران د دوی لپاره په  منفعت بدل شوی دی.
جمهور رئیس وویل، افغانستان د آسیا په نه جلا کېدونکې برخه بدل شوی، سیمه ییزه اقتصادي همکاري زیاته شوې او همدارنګه چین دې ته قانع شوی چې د ورېښمو لار له افغانستان څخه تېره شي.
جمهوررئیس غني وویل، شېرخان بندر، حیرتان، اقینه او تورغونډۍ زموږ د وچو بندرونو لړۍ تشکیلوي او په راتلونکو درې کالو کې به هرات او شېرخان بندر سره ونښلو چې له دې سره به د افغانستان اقتصادي نظام ثبات ومومي.
محمد اشرف غني وویل، د افغانستان په شما ل کې مو لومړی تمرکز د اورګاډي په   کرښه او دویم د برېښنا په انتقال دی.
هغه زیاته کړه، له دې لارې به افغانستان دسیمې د همکاریو د ثقل په مرکز بدل کړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، کندز له یوې خوا د چین او ایران او له بلې خوا د چین او ترکمنستان د وصل په لاره بدلېدونکی دی.
هغه زیاته کړه،حکومت ژمن دی چې په کندزولایت کې داصلاحاتو او انکشافي پروژو د تطبیق، دخصوصي سکتوراو پانګوالود همکارۍ اوپانګونې د جذب په موخه لازمې آسانتیاوې  برابرې کړي.