20
الأحد, تشرين1

نیمروز کې ۸۰ طالب وسله وال وژل شوي او د ماین جوړولو ۲ سترې کارخانې له منځه تللي دي

Typography

نیمروز کې ۸۰ طالب وسله وال وژل شوي او د ماین جوړولو ۲ سترې کارخانې له منځه تللي ديدافغانستان په لویدیځ نیمروز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملیاتو په پایله کې ۸۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي او د ماین جوړولو دوه سترې کارخانې یې هم له منځه تللي دي.

 iedد افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خو خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، یاد عملیات چې د افغان امنیتي ځواکونو له لورې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د طالب ترهګرو د ځپلو په موخه له لسو ورځو راپدې خوا پیل شوي وو، ۸۰ تنه طالب ترهګر په کې وژل شوي او د ماین جوړولو دوه سترې کارخانې یې هم له منځه تللې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چي، د ماین جوړولو دا سترې کارخانې چې د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ اړوند د سیداباد، خیراباد او مرغدارۍ سیمه کې یې موقعیت لره د افغان امنیتي ځواکونو له لورې لمنځه وړل شوې دي.
د خبرپاڼې په وینا، دغه راز په دغه عملیاتو کې د خاشرود ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال دفتر هم ویجاړ شوی او په وژل شوو ترهګرو کې ۲۰ تنه پنجابیان هم شامل دي.