17
الخميس, تشرين1

د ناوې اوسېدونکي د سوله ییز ژوند په تمه

Typography

د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو بریالیتوب په دغه ولسوالۍ کې د ښې راتلونکې بیرغ رپانده کړ.

 

Helmand Nawah

بلخوا د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې دوی به د ناوې خلکو لپاره د سولې او امنیت په راوستلو کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي.  

د هلمند والي، حیات الله حیات وايي: "افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به ترهغه خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي ترڅو په لرې پرتو سیمو کې د طالبانو پټنځایونه لمنځه لاړ شي. افغان ځواکونه د ناوې خلکو له کلک ملاتړ څخه برخمن دي او دوی وايي چې یوه څلورلارې به د دوی په نوم ونوموي." 

د هلمند د ولایتي شورا د دارالانشاء رئیس، عطاالله وايي، خلک به د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي چې د وسله والو طالبانو د راتګ مخنیوی وشي او همداراز پرمختیایي او رغنیزې چارې پيل شي.  

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان، جنرال ولي محمد احمدزي وویل: "افغان ځواکونه د ناوې د امنیت لپاره هراړخیز پلان لري چې دا به ددې ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره ښې آسانتیاوې برابرې کړي. افغان ځواکونه ښه روزل شوي او په پرمختللو وسلو او الوتکو سمبال دي. اوس دوی د بل هر وخت په پرتله د دښمنانو په نښه کولو لپاره چمتوالی لري." 

د ناوې ولسوالۍ یو اوسېدونکی، محمد وايي، نور دوی د ناامنۍ له سیوري وژغورل شول.  

دی زیاتوي: "په موږ کې یو ځل بیا د ښه ژوند او راتلونکې هیلې راوټوکېدې او دا خوب به له امنیتي ځواکونو د ملاتړ په صورت کې رښتیا شي. طالبان له ورانۍ پرته د خلکو د ښیګڼې لپاره هیڅ نشي کولی. افغان ځواکونه زموږ د ژوند د پرمختګ لپاره مبارزه کوي چې اوس یې موږ بدلون په خپلو سترګو ګورو."