17
الخميس, تشرين1

هرات کې سلګونه کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

Typography

د هرات پولیس په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو په تور د ۱۱۱۳ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

HRT criminals j

 

د هرات امنیه قومندان، جنرال محمد ایوب انصاري یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغه کسان د روان کال په اوږدو کې د وسله والو غلاوو، وژنو، سړي تښتونو او د هرات ولایت اوسېدونکو د ګواښلو په تور نیول شوي دي.

نوموړي وویل، چې په وروستیو کې دوه سړي تښتوونکي هغه مهال پولیسو ونیول، چې د انجیل ولسوالۍ یو اوسېدونکی یې تښتولی و.

د انصاري په خبره، دغه دوه سړي تښتوونکي د پولیسو په ګډو عملیاتو کې د ګذرې او انجیل ولسوالیو اړوند سیمه کې ونیول شول او دواړو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

HRT criminals 2

د هرات ولایت ځایي چارواکي هیله لري، چې د جنایي جرمونو په تور د سلګونه کسانو په نیول کېدو سره به په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو ګراف راټیټ شي.

د هرات امنیه قومندان وايي، چې د ډیری نیول شویو کسانو دوسیې یې د څېړنې لپاره څارنوالۍ ته استولې دي.

په همدې حال کې د هرات ښار اوسېدونکي د پولیسو د دغه کار هرکلی کوي او زیاتوي، چې د جنایي جرمونو مجرمینو ته دې سخته سزا ورکړل شي.