18
الخميس, تموز

په هوایي ځواک کې د کار کولو لپاره د ۲۱۰ ځوانانو نوم لیکنه

Typography

د افغانستان په لویدیځ کې د ملي اردو د جلب او جذب د قومندانۍ چارواکي وايي، چې څه د پاسه ۲۰۰ په شرایطو برابرو ځوانانو په افغان هوايي ځواک کې د کار کولو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

13


په لویدیځ کې د ملي اردو د جلب او جذب قومندان، جنرال محمد نادر عظیمي وايي، د دغو ځوانانو شمېر ۲۱۰ تنو رسېږي.

نوموړي وویل، دغه ځوانان به لومړی د هیواد مرکز ته ولېږل شي او هلته به په ازموینه کې تر ګډون او لوړو نمرو اخېستلو وروسته د هوايي ځواک په لیکو کې شامل شي.

نوموړی زیاتوي، د دغو ځوانانو له ډلې څخه ۱۴۵ یې د هرات اوسېدونکي دي او ۱۱ نور یې په فراه، غور او بادغیس ولایتونو پورې تړاو لري.

ښاغلي عظیمي دغه راز زیاته کړه، له افغان هوایي ځواک سره د دغو ځوانانو په یو ځای کېدو سره به تر یوه بریده د تشکیل له پلوه د هوايي ځواک ستونزې هوارې شي.

د ده په وینا، غوڅ ملاتړ به د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ له لارې د هوايي ځواک د سمبالتیا او روزنې په برخه کې برخه واخلي.

یو شمېر هغه ځوانان چې د هوايي ځواک په لیکو کې کار کولو سره لیوالتیا لري وايي، چې دوی ددې لپاره په دغه پروګرام کې برخه اخلي ترڅو خپل هیواد ته خدمت وکړي.

دوی زیاتوي، چې د یوې بشپړې انګیزې له مخې یې دغه ګام پورته کړی او د سولې او امنیت لپاره به هڅې وکړي.

دوی له نورو ځوانانو هم غواړي، چې د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته راشي ترڅو د خپل هیواد د ملي ګټو په ساتنه کې رول ولوبوي.   

د یادوني ده، چې د روان کال له پیل راهیسې ۷۲۰ په شرایطو برابرو ځوانانو په لویدیځ کې د ملي اردو د جلب او جذب په قومندانۍ کې نوم لیکنه کړې او وروسته د امنیت د ټینګښت لپاره لویدیځو ولایتونو ته استول شوي دي.