ملی پولیسو د چاودیدونکو توکو یو پټنځای د فراه په ولایت کې کشف کړ

Typography

Farah

ملی پولیسو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کی د چاودیدونکو توکو یو پټنځای د فراه ولایت په مربوطاتو کې کشف کړ.

یاد عملیات د بالا بلوک ولسوالۍ د صفرک کلی په  اړونده سیمه کې ترسره شول.
د یادولو وړ ده چی د دغه پټنځای څخه ۶ عدده  د چاودیدونکو توکو ډکې بوشکې، ۵ ډزه د توپ سرګلولې او یوه اندازه نورې سپکې وسلې کشف او ترلاسه شوی دی.
 د هيواد ملي پوليس د هري ورځي په تيريدو سره د پياوړتيا په حال کي دي او  تل هڅه کوي چې د ورانکارو کړنو مخه ونيسي او هغه کسانوته چی غواړی د هیواد دسولی او ثبات د خنډ لامل وګرځی چمتودی چی غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .

سرچینه:دکورنیو چارو وزارت