21
الأحد, تموز

د بادغیس په ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي پیوستون پروګرام د لسو ټولګټو پروژو د کار په بشپړېدلو سره، د ۲۸۵۶کلیوالي کورنیو چاپېریالي ستونزې لیرې شوې.

 

 

په ډایکنډي ولایت کې سیاسي مشرانو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې پریکړه وکړه چې په دې ولایت کې د ټولنو تر منځ شخړو او امنیتي ننګونو ته د حل لارې پیدا کړي.

د غور په ولایت کې د یوې پراختیايي پروژې د کار په بشپړېدلو سره، د ۱۲ زره کلیوالو سیمه یېزې ستونزې لږې شوې.



په یاده پروژه کې، د تیوره ولسوالۍ د دهن کافر دره له کلي څخه د جرجبجه تر کلي پورې د ۳۱ کیلومتره دریېمې درجې سړک کرېړ اچول او د سړک په اوږدو کې د ۵۰ متممو ودانیو جوړول شامل دي، چې د ۶۸ ملیونه او ۲۷۹ زره افغانیو په لګښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې پلې شوې ده.
ددې پروژې پلي کېدلو د تیوري ولسوالۍ د سړک پر امتداد ۳۵ کلیو اوسېدونکو ته لازمې آسانتیاوې برابرې او دغه راز یې د پسابند، ساغر او تولک ولسوالۍ یو له بلې سره نښلولې دي.

په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ دیوې جوړې شوې غونډې ګډونوالو د نجونو پر زدکړو ټینګار وکړ او په دې اړوند یې په ټولنه کې د پوهاوي د کچې پر لوړولو بحث او خبرې اترې وکړې، او همدارنګه د نجونو زدکړې یې په لویدیځه سیمه کې د پر مختیا په برخه کې اړینې وبللې.



په دې غونډه کې له بادغیس، غور او هرات ولایتونو څخه دیني عالمانو او سیمه ییزو مشرانو برخه درلوده، چې په هرات ولایت کې د یوناما د سیمه ییز دفتر له خوا جوړه شوې وه، تر څو د ښوونې روزنې، جنسیتي برابري او ټولنیزې پر مختیا په اړه بحث او خبرو ته لاره هواره کړي.
د دې غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو، د دولت ضد عناصرو له خوا د ګواښونو او د مسلکي ښوونکو د کموالي په اړه خبرې وکړې.
له غور ولایت څخه یو دیني عالم، عبدالله حکیمي وویل چې د نجونو ښوونه او روزنه به د تل پاتې سولې او پرمختګ لامل شي، هغه زیاته کړه: ” د نجونو ښوونونه او روزنه به د ټولنې راتلونکې ښیرازه کړي. “

یو شمېر کارپوهان د سلما بند د پرانستنې څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې د دغه پروژې پرانیستل به د کابل او نوي ډیلي په اړیکو کې ګتوره تمامه شي.
افغانان نرندرا مودي هغه کس بولي چې د خپل هر ځل راتګ سره له ځان سره «سوغات» هم راوړي.



هند د اقتصادي پروژو د پلې کولو ترڅنګ، په دغه هېواد کې يې سلګونه افغان پوځيان هم روزلي او د امنیتي ځواکونو په سمبالښت کې یې هم ونډه درلودلې ده.Afghans
د هند لومړی وزیر، نرندرا مودي نن شنبه( د غبرګولي۱۵مه) د سلما بند پرانیستلو سره، ټولنیزو پاڼوکې دافغان کارونکو لخوا اتل وبلل شو.
یو شمېر هېوادوال د هند له کارونو هرکلی کوي.
د کونړ ولایت اوسېدونکی، مطیع الله شهاب وايي:«د سلما بند یوه ملي پروژه ده او د هغې رغول یو لوی ګام دی.»
همداراز د دغه ولایت بل اوسېدونکی، باران صافی څرګندوي:«له حکومت څخه غواړم چې پر نړیوالې ټولنې فشار راوړي ترڅو په افغانستان کې دا ډول نورې پروژې هم عملي کړي.»
په تېرې یوه لسیزه کې نوې ډيلي هڅې کړي دي څو له کابل سره په هره برخه کې مرسته وکړي، لکه چې اوسمهال هند له افغانستان سره پنځم ستر مرسته کوونکی هېواد بلل کیږي.
د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:«زموږ محصلان، افسران، بریدملان مو کلونه کېږي چې هندوستان ته د زده‎کړې لپاره ځي او بېرته هېواد ته راځي او دلته د افغانستان خلکو لپاره خدمت کوي.د دې ترڅنګ تاسو ولیدل چې د هندوستان حکومت له موږ سره د څلورو مې ۲۵ ډوله چورلکو مرسته هم وکړه.»
د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون غړی، محمد هاشم اورتاق وايي:«ډېره ټولګټه او ښه پروژه ده او خلک کولی شي چې له دغو ډول پروګرامونو څخه ګټه پورته کړي.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ دا نیږدې‎والی د ځینو ګاونډیو د سترګو اغزی دی.
د کارپوهانو په باور دا چاره ډېره وخت په افغانستان کې د هند د دیپلوماتیکو بنسټونو په نښه کېدو لامل هم شوی دی چې په لړ کې ډېرو افغان او هندي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پوځي چارو کارپوه، عتیق الله امرخېل وايي:«د ترهګرو ځپلو په موخه هندوستان نن هم او راتلونکې کې به هم خپله ونډه ادا کړي؛ ځکه چې دواړه هېوادونه افغانستان او هند له ترهګرۍ څخه اغېزمن دي.»
له ۱۰ کلونو راهیسې له افغانستان سره د هند مرسته کابو دوه میلیاردو ډالرو ته رسیږي. د نورواقتصادي او پوځي پروګرامونو ترڅنګ هند د سلما بند د جوړیدو، د زرنج دلارام د واټ جوړیدل، د ملي شورا د ودانې جوړول په افغانستان کې د هند تر ټولو مهمې پروژې دي چې ترسره شوي دي.

At least 30 megawatts (MW) of power will be added to Herat's electricity system within the next 10 days, officials said Sunday.

المزيد من المقالات...