18
السبت, تشرين2

افغانستان د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې نميبيا ته ستره ماتې ورکړه

لوبې
Typography

Afghanistan

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې نميبيا ته په سترې ماتې ورکولو سره ددې سياليو د نومرو په جدول کې درېيم مقام خپل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه دوه ورځې مخکې د هندوستان د نوي ډيلي د ګريټ نواډا په لوبغالي کې پيل شوې وه او تیره ورځ د افغانستان په بريا سره پاى ته ورسېده.هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه د نميبيا لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.د افغانستان د توپ اچوونکو او په ځانګړې توګه د محمدنبي د ښې لوبې له امله د نميبيا ټوله لوبډله په خپل لومړي وار (اننګز) کې په ١٧٢ منډو وسوځېدله.د نبي تر څنګ افغان توپ اچوونکي ظاهر خان درې، رحمت شاه او دولت ځدراڼ يو يو لوبغاړي وسوځول.هوتک وويل چې د افغانستان توپ وهونکو ډېره ښه لوبه وکړه او په ځانګړې توګه شهزاد محمدي د سليزې پرمټ افغانستان په لومړي وار يا اننګز کې ٣٣٤ منډې جوړې کړې او تر نميبيا يې ١٦٢ منډې زياتې کړې.د افغانستان له لوري شهزاد ١٣٩، افسر ځاځي ٤٩، اصغر ستانکزي ٣٧، نور علي ځدراڼ ٢٩ او دولت ځدراڼ ٢٠ د پام وړ منډې جوړې کړې.د نميبيا لوبډلې په خپل دويم اننګز کې هم د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې مقابله ونه شواى  کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٢٦ منډو وسوځېدله. دغه راز افغانستان دا لوبه د يو اننګز او ٣٦ منډو په لوى توپير سره وګټله.د افغانستان له لوري په دويم اننګز کې ظاهر خان ډېره ښه توپ اچونه وکړه او د نميبيا پنځه لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز دولت ځدراڼ درې او محمد نبي ٢ لوبغاړي وسوځول.شهزاد محمدي د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.له دې بريا سره افغانستان ته ٢١ او نميبيا ته صفر نومرې ورکړل شوې،د ٢١ نومرو ترلاسه کولو سره په روانو سياليو کې د افغانستان ټولې نومرې ٤١ ته ورسېدلې او د نومرو په جدول کې يې درېيم مقام خپل کړ، تر دې مخکې يې پنځم مقام و.د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې د ايرلينډ، هالينډ، سکاټلينډ، نميبيا، متحده عربي امارات، هانګ کانګ، پي اين جي او افغانستان په ګډون اتو لوبډلو برخه اخيستې ده.افغانستان تراوس درې لوبې کړې چې دوه يې ګټلې او بله يې مساوي پاى ته رسېدلې، له ٤١ نومرو سره د دې سياليو په جدول کې يې درېيم مقام دى.ايرلينډ په ٦٠ نومرو سره لومړى، هالينډ په ٤٦ نومرو سره دويم، هانګ کانګ په ٣٠ نومرو سره څلورم او سکاټلينډ په ٢٣ نومرو سره په پنځم مقام کې ځاى لري.