د غوره لوبغاړو د موندلو لپاره دکاراټې سيالۍ

لوبې
Typography

Khost-Karateپه وروستېو کې په خوست  کې د دريو  ولايتونو  ترمنځ د کاراتې د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه د کاراټې سيالۍ ترسره شوې. د غزني، خوست او پکتيا ولايتونو د کاراټې لوبغاړو په همدې موخه يو له بل سره سيالي وکړې. دوی د خپلو وړتياوو په ښوولو سره هڅه وکړه  ملي سياليو ته چې په نږدې راتلونکې کې په کابل کې ترسره کېږي، لار پيدا کړي.

د کيوکوشين کاراټې فدراسيون د اولمپيک له ملي کمېټې سره په همغږۍ له تېر يوه کال راهيسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سپورت د ودې او په کاراټه کې د مهارتونو ډېرولو په موخه د افغان ځوانانو د هڅولو لپاره سيالۍ ترسره کوي.

دا لومړی ځل دی چې په خوست کې د دريو  ولايتونو  د کاراتې لوبغاړو ترمنځ د کيوکوشين کاراتې سيالۍ ترسره کېږي. د دغو سياليو يو سمبالوونکی محمدالله صابری وايي: “موږ غواړو په ټولو برخو کې لوبغاړو ته زمينه برابره کړو او  ملي سياليو ته غوره څيرې وټاکو.”  

د خوست ولايت د اولمپيک رئيس عزيز منګل د کيوکوشين کاراتې له فدراسيون څخه مننه وکړه چې د درې ولايتونو ځوانان يې  دغو سياليو لپاره را ټول کړي دي.

ښاغلي منګل د دې مطلب په څرګندولو سره چې د افغانستان ځوانانو د سپورتي سياليو په ترسره کولو سره په هېواد کې د سولې په ټينګښت کې مهم رول لوبولي، زياته کړه:“په خوست ولايت کې شاوخوا 30 زره لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې بوخت دي. په ملي او نړيواله کچه د دوی لاسته راوړنې د سولې، امنيت او يووالي څرګندونه کوي.”