اسکاټلند به د کرېکټ په یوې ورځنیو لوبو کې د افغانستان کوربه وي

لوبې
Typography

Cricket-Afghanistan-Scotland

سکاټلند د دوشنبې پر ورځ ( د ۱۳۹۵ د غويي۶مه) اعلان وکړ چې دغه هېواد به د جولای په میاشت کې د کرکټ دیوې ورځینو لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه وي.

د افغانستان او سکاټلند لوبډلې به د جولای پر څلورمه او شپږمه د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي.د سکاټلند کرکټ لوبدلې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې افغانستان د کرکټ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د ۲۰ اوریزو لوبو په ترڅ کې د دغه هېواد کرکټ لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه درلوده.خبرپانې زیاته کړې ده چې افغانستان وتوانید تر څو د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام اتل ویسټ‎انډیز ته په ۲۰ اوریزو لوبو کې ماته ورکړي.د سکاټلند کرکټ لوبډلې روزونکي، ګرنټ براډبرن په دې اړه ویلي دي:"افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړۍ لومړۍ درجه لوبډلو پر وړاندې ښې لاسته راوړنې درلودې."ده د دغه مطلب په څرګندولو چې د افغانستان کرکټ لوبډلې ته درناوی لري زیاته کړې ده:"موږ داسې وړتیاوې لرو چې د هغې پر اساس دوی( افغانستان کرکټ لوبډلې ته) ماتې ورکړو."له دې سره په ورته وخت کې د افغانستان د کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي دي چې افغانستان به له سکاټلنډ،هالنډ او ایرلنډ سره لوبې ترسره کړي. او د راون زیږدیز کال د جولای په ۴ نېټې به له سکاټلنډ سره دوه یوه ورځنۍ لوبې وکړي.له هغې څخه وروسته به د جولای په ۱۰ ایرلنډ به د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لړ کې د افغانستان کوربه وي، او انټر کانټیننټل سیالیو په لړ کې هالنډ ته ولاړ شي او د هالنډ د کرېکټ له ملي لوبډلې سره به یوه ۱ ورځنۍ لوبه ولري.