18
السبت, تشرين2

د ناټو د کرېکټ لوبډلې د یکه‎توت لوبډلې په وړاندې ماته وخوړه

لوبې
Typography

Cricket-between-NATO-and-Yakatoot

په یوې دوستانه لوبه کې د ناټو د کرېکټ لوبډلې د یکه‎توت د کرېکټ د لوبډلې په وړاندې ماته تجربه کړه.

په دغې سیالۍ کې د ناټو د کرېکټ لوبډلې د کابل سیمه‎ييزې لوبډلې ته په ۱۳ اورونو کې ۸۳ منډې هدف وټاکه،خو د یکه‎توټ په نامه د کابل سیمه‎ييزې لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو او په ۱۱ اورونو کې یې ټاکل شوې موخه پوره کړه. د دواړو لوبډلو لوبغاړو وویل چې له دغې دوستانه لوبې څخه موخه د هېوادوالو او د ناټو د اړیکو د ښه‎والي زیاتوالی دی.

د یکه‎توت د کرېکټ روزونکی محمد طارق خالد څرګنده کړه:«موږ دغه لوبه د خلکو او ناټو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره ترسره کړې.»د ناټو د کرېکټ روزنکي اووي رابرټز په دې اړه وویل:«په افغانستان کې د کرېکټ وده د پام وړ ده.په پنځو ـشپږو وروستیو کلونو کې،د هېواد کرېکټ ډېره ځواکمنه لوبه وکړه.زه ډېر حیران شوم کله چې مې ولیدل افغانستان په نړیوال جام کې،

د وېسټ انډيز ملي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.»دغه دوستانه لوبه چې د پوځيانو او ولسي وګړو ترمنځ د واټن د لیرې کولو لپاره ترسره شوې وه،له هغو انځورونو سره چې په یوه چوکاټ کې ځای پر ځای شوی وه،پای ته ورسېده.