د کرېکټ د لوبو په موخه له پاکستان څخه کابل ته د پاکستاني لوبډلې راتلل

لوبې
Typography

Afghanistan-Pak-cricket

د پاکستان حبیب‎بانک کرکټ لوبډله چې د دغه هېواد له پیاوړي‎لیګ لوبډله ده، د څلورو ۵۰ اوریزو او دوه څلور ورځنیو لوبو لپاره له افغان کرکټ‎ لوبغاړو سره (یک‎شنبه د غويي۲۶مه کابل ته راغله.

د دغه لوبو موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپورټي اړیکو ټینګښت او د لوبغاړو وړیتاوو لوړول دي.د افغانستان کرکټ بورډ دغه لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د پام‎را اړولو لپاره ګتورې بولې.

د حبیب‎بانک د کرکټ لوبدلې مسوول وايي:«دا لوبې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکوټینګښت لپاره ګټورې دي او موږ هڅه کوو چې د افغانستان پر وړاندې ښه لوبه وکړو.»

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال، عزیز الله فضلي وايي:«افغانستان د لومړۍ ځل لپاره د داسي ټیم کوربه‎توب کوي چې د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړی دی. دا د افغانستان لپاره ډېره ښه ده تر څو د کرکټ نړیوالې شورا پام را واړوي او هڅه کوو چې په راتلونکې کې د کرکټ په برخه کې له نورو ځواکمنو هېوادونو څخه هم په کابل کې کوربه‎توب وکړو.» د افغانستان او پاکستان حبیب‎بانک کرکټ لوبډلې ترمنځ به دغه لوبې د سې‎شنبې پر ورځ( د غويي۲۸مه) کابل کې پیل شي.