17
الأربعاء, تموز

افغان بایسکل سپرو د ملګرو ملتونو مقر ته د سولې پیغام راوړ

لوبې
Typography

Afghan-cyclists-with-UN-chiefد سولې لپاره د یو نړیوال سفر په ترڅ کې یو افغان پلار او ځوی د ترکیې له استانبول ښاره په بایسکل د ۷۰۰۰ کیلومتره واټن په وهلو سره د جمعې په سهار نیویارک کې د ملګرو ملتونو تر مقره د یوه تاریخي او حماسي سفر په ترڅ کې خپل وروستي تم ځای ته را ورسیدل.

نادرشاه ننګرهاري او د هغه ځوی فیروز خان خپل ماموریت، چې د ”سولې او یووالي سفر“ نوم یې ورکړی د ۲۰۱۵ کال په جولای کې پیل کړ او د دریو لویو وچو (براعظمونو) څخه په تیریدو یې خپل وروستي هدف ته ځان ورساوو.

دوی د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکیمون سره وکتل او هغه ته یې دودیزه افغان چپنه ډالۍ کړه.

ښاغلي بان دغو افغان بایسکل ځغلونکو ته وویل: ”تاسو په خپلو بایسکلونو د نړۍ خلکو ته ډیر قوي پیغام واستاوو. دا ډیرپیاوړی پیغام دی. زه د زړه له تله له تاسو مننه کوم. “

دغو افغان پیغام رسونکو وویل، چې دوی تمه لري، چې ددوی دا سفر به ددوی په هیواد کې د سولې لپاره همغږي پیاوړې کړي.

اتلس کلن فیروز خان وویل: ”موږ د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي یو. موږ په افغانستان کې یوازې سوله، یو والی او زده کړې غواړو. "