22
الأحد, أيلول

دکرکټ لومړني ځلور ورځینې لوبه پای ته ورسید

لوبې
Typography

criket-matchدافغانستان د پرمختیايی او د پاکستان د حبیب بانک دکرکټ لوبډلې ترمنځ لومړني څلور ورځینې لوبه دافغانستان په کوربه توب په مساوي توګه پای ته ورسید.

په لومړي سر کې د حبیب بانک لوبډله د پچې ګټونکي شو او د بال اچولو پریکړه ېې وکړه. په لومړي دور کې چې د دوهمې ورځ تر غرمې پورې ېې دوام درلود د حبیب بانک لوبډله وکوالای شول ۵۰۷ منډې جوړي کړي په دي توګه امام الحق ۱۳۱ منډې، نعمان ۱۳۰ منډې ، عمران فرحت دیاد لوبډلې کپټان ۸۵ منډې ترسره کړل.

په بالنګ کې افغان بالر ظاهر خان وکوالای شول چې د رقیب ډلې ۶ تنه لوبغاړي وسوځوي. دافغانستان پرمختیايی لوبډله په خپل وار کې چې د څلورمې ورځې ترغرمي دوام درلود ۴۱۵  منډې دټولو لوبغاړو په سوځیدو جوړ کړ.

ناصر جمال ۲۰۵ منډې ، جاوید احمدی ۱۴۹ منډط، افسرځاځي ۸۵ منډې او رحمت شاه ۸۰ منډې جوړې کړي

دافغانستان پرمختیايي لوبډله د ۱۰۸ منډو په توپیر سره د پاکستان لوبډلې څخه ښه وځلید.

دځلورمي ورځ په ترځ کې افغانستان سره له دی چې بالنګ کاو او ویې کوالای شول د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړي خو د وخت پای ته رسیدو له کبله لوبه مساوي اعلان شوه.