د افغانستان روشن ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ ټورنمنټ پیل نن د وږې په ۴ نېټه

لوبې
Typography

د افغانستان روشن غوره لیګ خپل د ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ ټورنمنټ نن د وږې په څلورمې ڼېټې له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچوي.

د پرانېستنې محفل د ځینې بیلابیلو او په زړه پورې خپرونو سره، لکه په ژوندۍ بڼه د دریو افغان ستورو له خوا د افغانستان روشن غوره لیګ د سندرې ترسره کول او همدارنګه د ګډون کوونکو له خوا د افغانستان جمهوري اسلامي درې رنګه بیرغ سره د اسټدیوم ښکلي کول او داسې نورو هیجانوونکو خپرونو سره لمانځل کېږي.د پرانیستنې محفل وروسته، د دې ټورنمنټ لومړۍ سیالۍ د سپین غر بازان )د تېر کال اتل او د ختیځ استازی( او د سیمرغ البرز )د شمال استازی( تر منځ ترسره کېږي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۵۹ کال د زمري په۱۶ نېټه، د یوې رڼی پچه اچونې او ژوندۍ ټلویزوني خپرونی له لاری ټولې لوبډلې په دوو A او B ډلو کې ووېشل شوی.
د پرانیستنې محفل وروسته، د دې ټورنمنټ لومړۍ سیالۍ د سپین غر بازان )د تېر کال اتل او د ختیځ استازی( او د سیمرغ البرز )د شمال استازی( تر منځ ترسره کېږي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۵۹ کال د زمري په ډلو کې ووېشل شوی. B او A ۱۶ نېټه، د یوې رڼی پچه اچونې او ژوندۍ
د پرانیستنې محفل او ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، د آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال د هېواد د ننه او بهر، د افغانستان ۵۷ سلنه وګړو )څه دباندې ۱۸.۶ میلیونه افغانانو( دسپین غر بازان او شاهین آسمایي تر منځ د افغانستان روشن غوره لیګ پایلنې سیالۍ ننداره کړه. )سروې ۲۰۱۵ کال(.
کرام الدین کریم د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس وایي: “په تېرو څلورو فصلونو کې موږ د ملي لوبډلې په بېلابېل عمر لرونکي لوبډلو او همدارنګه د هېواد ملي لوبډلې د مشرانو ټیم کې د افغانستان روشن غوره لیګ څخه د نوي لوبغاړو د شتون شاهدان وو. موږ وکولای شو داخلي لوبغاړي چې د ملي لوبډلې غړیتوب لري، د دې لیګ څخه غوره کړو او د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکنې آسانه کړو. موږ د ملي لوبډلې د ۱۹ ، ۲۱ ، او ۲۳ کلنو لپاره هم وکولای شو غوره
لوبغاړي وړاندې کړو چې اوس مهال د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبډلو کې شتون لري چې همدارنګه په ملي لوبډلې کې هم د هغو د غوره ځلېدنې شاهدان وو.”
کریم خواجه د روشن شرکت اجراییوي رییس وایي: “موږ په روشن شرکت کې د ورزش څخه د ملاتړ لپاره ژمن یو. ورزش په اصل کې یوې ځانګړې موخې ته د رسېدو لپاره یو ډله ییز کار دی. له همدې چلند سره، د افغانستان روشن غوره لیګ ټولو ځوان افغانانو لپاره یو فرصت برابر کړی تر څو له یو بل سره یو ځای د غوره استعدادونو د ځلېدنې لپاره هلې ځلې وکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ څخه زموږ ملاتړ د دې لامل شوی چې افغان ځوانان وکولای شي په نړیواله ورزشي لوبغالو کې خپل د هیواد څخه په سمه توګه استازیتوب وکړي او د خپلو خلکو لپاره ویاړ ترلاسه کړي.”
شفیق ګوهري د افغانستان روشن غوره لیګ کمېشنر وایي: “په هېواد کی د ګڼ شمېر ستونزو سربېره، د افغانستان روشن غوره لیګ وکولای شو خپل تېر څلور فصلونه د خپلو شریکانو د پرلپسې همکاریانو سره پای ته ورسوي. موږ د افغانستان روشن غوره لیګ دوام ته چې په افغانستان کې د فوټبال لومړی مسلکي لیګ دی، ژمن یو. اوس مهال د افغانستان روشن غوره لیګ د هیله منتیا او ملي وحدت سمبول پېژندل کېږي او هر افغان د وږې)سنبلی( په میاشتې کې د ټورنمنټ د پیل انتظار باسي.”