افغانستان له بنګله دیش سره د کرکټ درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي

لوبې
Typography

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وایي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي له بنګله دیش سره د کرکټ درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي.

د کرکټ بورډ په یو بیان کي لیکلي چي “د افغانستان کرکټ بورډ او بنګله دیش کرکټ بورډ ادارې د څو اړخیزو خبرو اترو ورسته د روان کال سپټمبر میاشتې په ورستیو کې د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو پنځوس اوریزو لوبو هوکړې ته ورسیدلې. “
د  افغانستان کرکټ بورډ اداري چارواکي د څه مودې راهیسې په دې هڅه کې ول ترڅو، د ملي لوبډلې لپاره د یو شمیر بشپړ غړو هیوادونو سره لوبې برابرې کړي، چی پدې برخه کې چارواکي بریالي شول او د روان کال سپټمبر میاشت په ۲۵ مه، ۲۸  مه او داکتوبر په لومړۍ نیټه به افغان کرکټ ملي لوبډله له بنګله دیش ملي لوبډلې سره درې نړیوالې پنڅوس اوریزې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د دغه سریز برابرولو په موخه مبارکي ووییله او د بنګله دیش کرکټ بورډ څخه یی مننه وکړه چی یادو لوبو لپاره یی خپله هوکړه پرځای کړه. نسیم الله دانش ووییل ملي لوبډلې لپاره به پوره چمتوالي زمینه برابره وي ترڅو په دغو نړیوالو لوبو کې د بشپړ غړي هیواد پروړاندې د تل په څیر هیوادوالو ته خوښي ورکړي. ښاغلي دانش ووییل موږ پدې هڅه کې یو چی د نورو هیوادونو سره هم ملي لوبډلو ته لوبې برابرې کړو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي هم د بنګله دیش له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چی دې فرصت لپاره یی خپلې هر اړخیزې همکارۍ ونه سپمولې. شفیق الله ستانکزي زیاته کړه تر دې وړاندې افغانستان د نړۍ ستر هیوادونه مات کړي او په ډیر چمتوالي سره به افغان ملي لوبډله دغو سیالیو کې ګډون وکړي.
ستانکزي زیاته کړه ددغه یو ورځني نړیوال سریز کوربتوب به بنګله دیش کوي. هیره د نوي یادې ټولې لوبې به د بنګله دیش د میر پور ښار په شیربنګال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.