د موتاى مډال راوړونکي وستايل شول

لوبې
Typography

د موتاى دوه تنه مډال راوړونکي لوبغاړي نن د المپيک په ملي کميټه کې وستايل شول.
زهرا رضايي او سهراب احمدي په دې وروستيو وختوکې په تايلندکې د موتاى په نړيوالو سياليوکې د سپينو زرو مډالونه يې د افغانستان په نامه ثبت کړل.

د المپيک ملي کميټې، دغه دوه تنه لوبغاړي وستايل او ستاين ليکونه او نغدې پيسې يې ورته ورکړې.
د هېواد د موتاى ټيم غړې زهرا رضايي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ډيره خوشحاله ده چې د لومړي ځل لپاره يې د موتاى په نړيوالوسيالوکې ګډون وکړ او  ويې کولاى شول د سپينو زرو مډال وګټي.
دې وويل چې اوولس کلنه ده او له دريوکلونو را په دې خوا يې دغې لوبې ته مخه کړې ده او په نړيوالو سياليوکې کې د سپينو زرو مډال ترلاسه کول دې ته يوه ډيره مهمه پيښه وه او دا يې د راتلوونکو برياليتوبونو لپاره لاسپې هوډمنه کړې ده.
دغه راز بل مډال راوړونکى سهراب احمدي وويل چې له پنځوکلونو را په دې خوا يې د موتاى ورزش ته مخه کړې ده او شپاړلس کلن دى او وياړي چې په نړيوالوسياليوکې يې د خپل هېواد په ګټه د سپينوزرو مډال ترلاسه کړى دى.