18
السبت, تشرين2

افغان کرکټ ملي لوبډلې بنګله دیش ته په دوهمه نړیواله یو ورځینۍ لوبه کې ماتې ورکړه

لوبې
Typography

د بنګله دیش په کوربه توب د افغانستان او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیده. که څه هم په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې په خورا کم توپیر سره ماتې وکړه خو بیا دوهمه سیالي یې په خورا تدبیر سره وګټله.

afghanد لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او سیاله لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. د بنګله دیش لوبډلې د سیالۍ په وروستي اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۸ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۰۹ منډو هدف ورکړ. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکو له لوري راشد ارمان ۳، محمد نبي عیسی خیل او میرویس اشرف دوه دوه او نوین الحق او رحمت شاه یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په وروستي اوور کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې اصغر ستانکزي ۵۷، محمد نبي عیسی خیل ۴۹ او شهزاد محمدي ۳۵ منډې جوړې کړې.
محمد نبي عیسی خیل د سیالۍ غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته په نننۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې د بریا مبارکي وویله. دانش زیاته کړه چې، افغان لوبډله نن د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو پر وړاندې په خورا تدبیر سره لوبیږي او د سیالۍ د پای په لوبه کې به هم بریا وکړي او افغانانو ته به ویاړ راوړي. دانش وویل چې، زموږ لوبډله اوس په لوړ معیار کې ده او د معیار دا کچه به نوره هم لوړیږي.
اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ټولو هیوادوالو ته د نننۍ بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې، “زموږ لوبغاړي د کوربه لوبډلې پر وړاندې په خورا زړورتوب لوبه ترسره کوي او بریاوې راوړي. حال دا چې د بنګله دیش ملي لوبډلې د سیالیو له روانې لړۍ دمخه پاکستان، جنوبي افریقا او د هند کرکټ ملي لوبډلو ته هم ماتې ورکړې دي. زموږ لوبغاړو بنګله دیش په ماتې ورکولو سره د کرکټ په نړۍ کې بل تاریخ جوړ کړ.”
د یادونې وړ ده چې ملي لوبډله به د سیالې لوبډلې پر وړاندې خپله وروستۍ سیالي د اکتوبر په لومړۍ نیټه تر سره کړي.