18
السبت, تشرين2

جمهور رئیس لوبغاړو ته په خطاب کې: تاسو د افغانستان ښه سفیران یئ چې تل ملي بیرغ په ویاړ لوړوئ

لوبې
Typography

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تیره ورځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د شاهین اسمایي او میوند اتلانو د لوبډلو لوبغاړو سره  په ارګ کې وکتل.

پیل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمدیوسف کارګر ورزش او لوبغاړو ته د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه او وې ویل، د فوټبال وده، ملي یووالی، همغږي او ملي پیوستون د فوټبال غوره لیګ سیالیو اساسي موخې دي.
ښاغلي کارګر وویل، فوټبال فدراسیون د ستونزو باوجود په ولایتونوکې د فوټبال د ودې په برخه کې پرمختګ کړی، تکړه ځوانان انتخاب او جذب شوي چې په ملي او نړیواله کچه ښې اتلولۍ او لاسته راوړنې لري.
نوموړي د فوټبال فدراسیون مالي ستونزو ته په اشارې د هغو د حل غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د فوټبالرانو د روزنې په برخه کې د تاجکستان هېواد د روزونکو هڅې وستایلې.
ورپسې جمهور رئیس غني له ټولو لوبغاړو له دې امله مننه وکړه چې ورزش یې انتخاب کړی دی، هغه وویل، دا فردي نه، بلکې اجتماعي انتخاب دی، ځکه نشه یي توکو ته مو ځواب ورکړی.
جمهور رئیس لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسو قوي اراده لرئ، د ملي یووالي ممثلین یئ، ټول درباندې ویاړي او د افغانستان ښه سفیران یئ، ځکه تل مو ملي بیرغ په ویاړ لوړ کړی .
د هېواد جمهور رئیس د فوټبال فدراسیون له روزونکو څخه په مننې وویل، د افغان لوبغاړو د روزنې په برخه کې د تاجکستاني روزونکومرسته  د دوو هېوادونو د ښو مناسباتو او همکارۍ ښکارندویي کوي.
محمداشرف غني وویل، یو رسمي پلاوي ته به دنده وسپاري چې  د افغانستان فوټبال فدراسیون ستونزې تشخیص او حل کړي. هغه زیاته کړه، راتلونکی کال به د ورزش د ودې لپاره یوه اندازه بودجه ځانګړې شي.
جمهور رئیس شاهین اسمایي او د میوند اتلانو لوبډلو ته د وروستیو سیالیو د مبارکۍ پرمهال وویل، په ورزش کې مهم شی یوازې ګټل نه، بلکې په لوبه کې شاملېدل او مشروع رقابت دی. هغه زیاته کړه، ورزش انفرادي نه، بلکې ګروپي کار دی چې د یووالي او وحدت لپاره ګټور دی.
جمهور رئیس غني وویل، ورزش د ژوند لپاره اساسي درس دی، ځکه انسجام،ځان عیارول او ژوند چارو سره چلند در زده کوي.