باز محمد مبارز خپل قرغیزي سیال ته ماتې ورکړه

لوبې
Typography

د افغانستان د فري فایټ اتل باز محمد مبارز، تیره شپه خپل ځواکمن قرغیزي سیال ارزیبیک عبیکیوموف ، په یوه په زړه پورې سیالۍ کې له پښو و غورځاوه.

رون شپه باز محمد مبارز د قرغیزستان په یو سټیډیوم کې چې په زرګونه ننداره چیان يې نندارې ته ورغلي وو بریالیتوب خپل کړ.

باز محمد مبارز چې د افغانستان د ملي پولیسو سفیر ټاکل شوی، د ښه چمتوالي څخه برخمن وو، و توانید خپل پیاوړي سیال ته د سیالۍ په لومړي رونډ او په لومړۍ دقیقه کې(نکاوټ) کړي.

 مبارز دغه خوږه بریا نه وروسته د خپل هیوادوالو څخه مننه وکړه چې نوموړی یې هڅولی او له هغه څخه ملاتړ کړی.

دا د بازمحمد مبارز اتمه حرفوي سیالۍ ده چې د او اف سي په سازمان کې بریالیتوب خپلوي.