ډاکترکمال سادات د هېواد درې تنه نوميالي ورزشکاران وستايل

لوبې
Typography

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات د  هېواد له دريو تنو نومياليو ورزشکارانو بازمحمد مبارز، ولي هوتک  او عمران سخي زاده سره په جلاجلا توګه وکتل او هغوى يې وستايل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغو ورزشکارانو برياليتوبونه وستايل   او طرحه يې کړه چې د هېواد ځوانان ورزشکاران په دې وروستيو وختوکې په  ملي او نړيوالو سياليوکې ښه توګه ځليدلي دي او هر يوه يې د افغانستان  ورزشي ټولنې ته سترې وياړنې ګټلې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ورزش وده له بېلابېلو ورزشي ډگرونو سره د ځوانانو د علاقمندۍ زيږنده وبلله او ويې ويل: مشهور متل دى  چې وايي (( سيلم عقل په سالم بدن کې دى.))
ورزش نه يوازې د ځوانانو په جسمي وده کې اهميت لري؛ بلکې بدن ته سلامتيا وربخښي او جسماني سلامتيا د سالم عقل په وده کې اهميت لري .
دغه راز ورزشکارانو د هغوسياليو په باب چې ترسره کړې يې دي؛ معلومات ورکړل او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه يې د ورزشکارانو د هڅونې په خاطر مننه او قدرداني وکړه او هم يې ځينو هغو ستونزو ته اشاره وکړه چې د هېواد ورزشکاران ورسره لاس او ګريوان دي.
د اطﻻعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد عمومي حالت وڅيړه او د ټولو ناخوالو عوامل يې په هېوادکې د جګړې او نا امنۍ پراختيا وبلله او ويې ويل: که چيرې جګړې په پراخو اړخونوکې يې شتون نه درلودې او له ډارچونې سره سيمه ييزملاتړ نه واى شوى؛ نن به افغانستان په بېلابېلو برخوکې د سترو برياليتوبونو ډګر و .
ده د سولې د ټينګښت او د ملي همغږۍ په لاره کې هم د ځوانانو په رول باندې ټينګار وکړ او حاضر ورزشکاران يې وستايل.