دافغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې درجه له ۱۰۸ څخه ۵۷ درجې ته لوړه شویده

لوبې
Typography

دافغانستان دساحلي فوټبال لوبډله په نړیواله کچه پرمختګ کړیدی. دغه ډله په نړیواله کچه له ۱۰۸ درجې څخه ۵۷ درجې ته رسیدلې دی.
دافغانستان د فوټبال فدراسیون ددی خبرې پخلې کوي.


دافغانستان د فوټبال فدراسیون وینا سره سم دافغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله له یو شمیر وتلو هیوادونو څخه مخکې شویدی.
د بیلګې په توګه له ډنمارک، اطریش ، کویټ، اسټرالیا، کاناډا او بلجیم څخه مخکې شویدی.
دافغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې دغه لاسته راوړنې  په ویتنام کې د آسیايی هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې ترلاسه شویده.