د افغانستان او تاجکستان د فوټبال ملي ټيمونه لوبه کوي

لوبې
Typography

د هېواد د فوټبال ملي ټيم د تاجکستان د فوټبال له ملي ټيم سره دوستانه لوبه کوي.

ټاکل شوې ده دغه لوبه د تاجکستان په دوشنبه ښارکې ترسره شي. د هېواد د فوټبال فدراسيون د خپرونو غړي شمس اميني نن وويل چې په همدې موخه د فوټبال  فدراسيون د هېواد د فوټبال دملي ټيم غړي پرون په يوه خبري غونډه کې په دوستانه لوبه کې دګډون په موخه معرفي کړل.
امنيتي وويل چې معرفي شوي غړي د هغوى د لياقت او وړتيا له مخې انتخاب شوي او دغه ټيم د روانې اوونۍ د چارشنبې په ورځ تاجکستان ته سفرکوي او د را روانې يکشنبې د ورځې له غرمې وروسته په دريو بجو او ديرشو دقيقو د تاجکستان د فوټبال له ملي ټيم سره لوبه کوي.