دهیواد دسوک وهلو دملي ټيم ورزشکاران دروسی په سياليو کی ګډون کوي

لوبې
Typography

دهیواد دځوانانو دسوک وهلو دملي ټيم ورزشکاران نن روسيی ته ځي .
ددغو ورزشکارانو دسفر موخه دسوک وهلو په نړيوالو سياليو کی ګډون بلل شوى دى.

دبدني روزنی  او سپورت رياست دخپرونو درياست غړي مجيب احمد قاري زاده دباختراژانس خبريال ته وويل چی دغه سيالۍ  دروان کال دلړم دمياشتی په شپږ ويشتمه نيټه پيليږي او اووه ورځی  به دوام ومومي .
دمجيب  دڅرګندونوله مخی په دغو سياليو کی له افغانستان څخه  څلور  تنه ورزشکاران او يو هيئت ګډون کوي .
ديادونی وړ ده چی په دغوسياليو کی به ديوولسو هیوادونو ورزشکاران برخه واخلي .