افغان لوبڅار د اسیا نولس کلنو جام سیالیو کې لوبڅاري کوي

لوبې
Typography

د اسیا جام نولس کلنو سیالۍ چې د راروانې ډسمبر میاشت کې به د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي، په دغو سیالیو کې به احمد شاه پکتین د لوبڅارۍ دنده ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي ريیس شفیق الله ستانیکزي، د کرکټ بورډ میډیا څانګې ته وویل، په راروانو نولس کلنو اسیايي جام سیالیو کې د افغان لوبڅار احمدشاه پکتین لوبڅاري ښه زیری دی.
نوموړي زیاته کړه چې دا د خوښۍ ځای ده چې په اسیا جام نولس کلنو نړیوالو لوبو کې به افغان لوبڅار برخه واخلي او پکتین تر دې وړاندې هم په نړیوالو لوبو کې د لوبڅارۍ په برخه کې خپله وړتیا ښودلې ده.
د یادونې وړ ده چې احمدشاه پکتین له ۲۰۱۳ کال څخه په بېلا بېلو سياليوکې لوبڅار پاتې شوی دی چې په مالیزیا کې د نولس کلنو د غوراوي سیالیو، په متحده عرب اماراتو کې د نولس کلنو اسيايي جام لوبو کې، همدا ډول په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او کينيا په شل اوریزه لوبه کې، په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او اسټرالیا په لوبه کې د څلورم لوبڅار په حیث او په هندوستان کې د کانټينینټل جام سیالیو کې د افغانستان او نيمبيا په لوبه کې لوبڅارۍ دنده ترسره کړې ده