دهيواد د بايسکل ځغلولو فدراسيون په پام کې لري دمخکښانو دبايسکل ځغلولو سيالۍ په کابل کې ترسره کړي.
داولمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي وويل چې دبايسکل ځغلولو فدراسيون په پام کې لري تر څو پورې دلومړي ځل لپاره په کابل ښارکې دنارينه و مخکښانو دبايسکل ځغلولو سيالۍ ترسره کړي.
ده وويل دغه سيالۍ چې په راتلوونکى اوونۍ کې ترسره کيږي مخکښان به د
دار الامان څخه تر دهمزنګ پورې واټن ووهي.
صادقي زياته کړه :تراوسه پورې دبايسکل ځغلولو دورزش پنځه ويشتو تنو مخکښانو نومونه ثبت کړي دي.