دهيواد دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ټيم دميمنې ټيم ته ماتې ورکړه

لوبې
Typography

دهيواد دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ټيم پرون د تمريني سياليو په دوام دميمنې دکرکټ نولس کلنو ځوانانو ټيم ته ماتې ورکړه .

دکرکټ بورد وياند فريد هوتک نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې لومړۍ لوبه د هيواد دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم پيل کړه او په پنځوسو اورونو او دپنځوتنو لوبغاړو په سوځيدو سره سيال ټيم ته دوه سوه اووه ويشت منډې هدف وټاکه چې سيال ټيم په دوه څلويښتو اورونو او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يو سلو پنځه نوي منډې ترسره کړې او لوبه يې دافغانستان ټيم په وړاندې بايلوله .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : تراوسه پورې دهيواد دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو ټيم دوه لوبې دهند له بيلابيلو ټيمونو سره ترسره کړي دي چې دواړه لوبې ګټلې دي .
ده زياته کړه چې دهيواد دکرکټ دنولس کلنو ځوانانو دملي ټيم لوبغاړي درې نورې لوبې هم دهند له ټيمونو سره ترسره کوي او وروسته سريلانکا ته ځي او دايشيا کپ په سياليو کې ګډون کوي.