د نجونو د واليبال سيالۍ پيل شوې

لوبې
Typography

د نجونو د واليبال سيالۍ د کابل پوهنتون په جمنازيوم کې پيل شوې.

دغه سيالۍ د (سريع) د مرستو موسسې په همکارۍ د عدليې او د ښځو چارو د وزارتونو او د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو چارو د معينيت له خوا د انسان له قاچاقو سره د مبارزې په مقصد پيل شوې دي.
د بآختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دغو سياليوکې د استاد برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون، آريانا کلپ، د الزهرا ټولنې او د سرې مياشتې د نجونو د واليبال ټيمونو ګډون کړى دى .
د دغو سياليو په دوو لومړنيو لوبوکې د استاد برهان الدين رباني د نجونو د واليبال، د آريانا د نجونو د واليبال ټيم ته ماتې ورکړه او د سرې مياشتې ټيم د الزهرا د ټولنې د واليبال ټيم ته ماتې ورکړه.