18
السبت, تشرين2

دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د عربي متحده اماراتو ملي لوبډې سره شل اوریزه لوبه وکړي

لوبې
Typography

نن به دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله د عربي متحده امارتو د کرکټ ملي لوبډلې سره په یوه شل اوریزه دوستانه سیالې کې مخامخ شي.

دافغانستان دکرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دی اړه رسنیو ته وییل چې په پام کې ده دغه لوبه نن په سیمه اییز وخت ۱:۳۰ دوبی کې پیل شي.
هوتک وړاندی زیاته کړه چې دواړه لوبډلې به په نږدي راتلونکي کې دوه نورو شل اوریزو لوبو کې هم سره مخامخ شي.
دا پداسې حال کې ده چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله وار دمخه د انګلستان د پړانګانو لوبډلې په وړاندی څلور ورخني لوبکې خپله ماته منلې ده.