په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم افغان لوبډلې خپل کلک سیال مات وکړ

لوبې
Typography

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د عربي متحده اماراتو پروړاندې په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې د ۵ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه

پدې شل اوریزه لوبه کې متحده عربي اماراتو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۴۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۹ مندې جوړې کړې او د ۱۸۰ منډو هدف یی افغانستان ته وټاکه.
افغان ملي لوبدلې له لوري په توپ اچونه کې فرید ملک ۲۲، راشد ارمان او امیر حمزه یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.
ملي لوبغاړو د خپل کلک سیال یاد هدف په ورستي اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او ستره خوښي یی یو ځل بیا خپلو هیوادوالو ته ورکړه.
چی پکې نجیب ځدران ۵۵ ناسوځیدلې، شهزاد محمدي ۳۱ او لوبډلمشر اصغري ستانکزي ۲۹۹ منډې جوړې کړې.
افغانستان او اماراتو ترمنځ به ددې سریز ورستۍ دریمه لوبه د روانې دسمبر میاشتې په ۱۸۸ نیټه د کابل په وخت ۱:۳۰ بجه پیل شي