د افغان کرکټ ملي لوبډلې له متحده عرب اماراتو څخه د ۳ شل اوریزو سیالیو لړي وګټله

لوبې
Typography

د افغان کرکټ ملي لوبډلې او متحده عرب اماراتو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو د سریز وروستۍ لوبې پچه افغان کرکټ ملي لوبډلې وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۹۰ منډې هدف وټاکه.

د افغان کرکټ ملې لوبډلې له لوري څخه زیاتې منډې شهزاد محمدي ۴۴ ، نجیب ترکي ۴۰، سمیع الله شینواري ۳۹ او عثمان غني ۲۷ منډې جوړې کړې.
د متحده عرب اماراتو ونه شوای کولی چې یاد هدف ته ځان ورسوي د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د ۴۴ منډو په توپیر یې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته لوبه وبایلله.
 د افغان کرکټ ملي لوبډلې له لوري څخه نبي عیسی خیل او راشد خان درې درې او فرید ملک یو لوبغاړی وسوځاوو.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی راشد خان وټاکل شو چې په څلورو اوورونو کې یې ۱۴۴ منډې ورکړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو.
 پاتې دې نه وي چې ددغه سریز تیرې دوې لوبې افغان کرکټ ملي لوبډلې له متحده عرب امارتو څخه په ۱۴ او ۱۶ د روانې ډسمبر میاشتې ګټلې وې.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشرتابه او همکاران د افغان کرکټ ملي لوبډلې  د دې سترې بریا مبارکي ټولو هېوادوالو او کرکټ مینه والو ته وایي.