23
الجمعة, آب

د هېواد د نجونو د فوټبال ملي ټيم د هند په سياليوکې ګډون کوي

لوبې
Typography

د هېواد د فوټبال د نجونو ملي ټيم هند ته روان شو. د دغه ټيم  موخه د آسيا دجنوب  يا سيف ګيم په سياليوکې ګډون دى.

د هېواد د فوټبال فدراسيون د تخنيک ډايرکټر طاهر رووفي وويل چې د آسيا د جنوب سيالۍ د روان ميلادي کال د سپټمبر د مياشتې په ٢٥ نيټه د هند په کوربه توب پيليږي چې د هېواد د فوټبال دنجونو ملي ټيم په خپل ګروپ کې لومړى د هند له ملي ټيم سره او وروسته د بنګله ديش له ملي ټيم سره لوبه کوي.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: له افغانستان څخه د فوټبال د څانګې اته ورزشکارې او له اروپا هېوادڅخه د فوټبال د نجونو د ملي غړي پنځلس فوټبالرانې ګډون کوي.
د يادونې وړ ده چې د هېواد د فوټبال د نجونو ملي ټيم لومړى په يو اوونيزه   تمريني اردوګاه کې ګډون کوي.