د سنوکر اويا تنو لوبغاړو په انتخاباتي سياليوکې ګډون وکړ

لوبې
Typography

د سنوکر انتخاباتي سيالۍ تیره ورځ په کابل کې پيل شوې.


د هېواد د سنوکر فدراسيون رييس محمد عزيز اعظمي وویل: د دغو سياليو موخه د دغې څانګې ملي ټيم ته د غوره څيرو پيژندنه او جذبول او په دغو سياليوکې چې د کابل د ده بورۍ چوک په ساحه کې د آسيا اتلانو په کلپ کې پيل شوې دي؛ د سنوکر دملي ټيم په ګډون د کابل ښار د کلپونو ٧٠ تنه ورزشکاران ګډون لري او د پنځو ورځو لپاره لوبې کوي .
د اعظمي د څرګندونو له مخې: د دغو سياليو په پاى کې د غوره څيرو په پيژندنې سربېره د لومړي دويم او دريم مقامونو ګټوونکو ته د اولمپيک دملي کميټې له خوا سوغاتو ته او جايزې ورکول کيږي