19
الجمعة, تموز

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي سیالیو پایلوبه وګټله

لوبې
Typography

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام غوراوي سياليو پايلوبه افغانستان له ویسټ انډيز څخه په اووه ویکټو وګټله.

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام غوراوي سياليو پايلوبه افغانستان له ویسټ انډيز څخه په اووه ویکټو وګټله.

د نننۍ لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د ویسټ انډیز لوبغاړو په ۴۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره مجیب الرحمن ښه توپ اچونه وکړه او د ویسټ انډیز څلور لوبغاړي یې وسوځول.

د لوبې په دوهمه نیمایي کې افغان توپ وهونکو لوبه ډیره ښه پیل کړه او ورکړل شوی هدف یې په ۴۰.۵ اورونو کې پوره کړ.

محمد شهزاد محمدي ددغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. دی د ۸۶ منډو پر جوړولو وتوانېد او رحمت شاه هم ۵۱ منډې جوړې کړې. همداراز محمد نبي ۲۷ او سمیع الله شینواري ۲۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

 په روانو سياليو کې افغان لوبډلې مخکې هم له ویسټ انډیز څخه لوبه ګټلې وه. افغانستان به په راتلونکي نړيوال جام سياليو کې، چې په انګليند او ویلز کې کېږي ګډون کوي.