23
الثلاثاء, تموز

سیر بهادر زاده خپل برازیلۍ سیال ناک اوټ کړ

لوبې
Typography

د افغانستان د ازادو مبارزو وتلي لوبغاړي سیر بهادر زاده د الټمیټ فایټنګ چمپینشیپ یا "UFC" په یوه لوبه کې خپل وتلي برازیلي سیال ته ماتي ورکړه.

د افغانستان د ازادو مبارزو وتلي لوبغاړي سیر بهادر زاده د الټمیټ فایټنګ چمپینشیپ یا "UFC" په یوه لوبه کې خپل وتلي برازیلي سیال ته ماتي ورکړه.

دغه لوبه نن سهار د افغانستان په وخت د امریکا متحده ایالتونو په نیوجرسي ایالت کې د "یو-اف-سي فایټ نایټ ۱۲۸" په چوکاټ کې ترسره شوه.

بهادر زاده وتوانېده، چې خپل برازیلۍ سیال لوان چګاس د لوبې په دوهم پړاو کې د اپرکټ "Uppercut" سوک په یوې ضربې سره ناک اوټ کړي.

د بهادر زاده سیال لوان چګاس د برازیل د ازادو مبارزو له وتلو لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده چې بهادر زاده له دې وړاندې د ۲۰۱۷ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په یو-اف-سي کې خپل اسټرالیایي سیال هم له ماتې سره مخ کړی و.

د ازاد مبارزو په برخه کې بهادرزاده تر دا مهاله په ۳۱ سیالیو کې برخه اخیستې، چې۲۴ یې ګټلي، ۶ یې بایللي او یوه لوبه یې مساوي پایته رسېدلې ده.

نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې په یو-اف-سي کې سیالۍ پیل کړې، چې هغه مهال یې هم خپل یو برازیلۍ سیال د لوبې په لومړیو شیبو کې ناک اوټ کړی و.