23
الثلاثاء, تموز

هند له افغانستان سره د ټیسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه

لوبې
Typography

د هندوستان کرکټ بورډ له افغانستان سره د تاریخي ټیسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.

د هندوستان کرکټ بورډ له افغانستان سره د تاریخي ټیسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.

د یاد هیواد د کرکټ بورډ د پرېکړې له مخې به اجنکیا رهانې د افغانستان په وړاندې د ټیسټ لوبې پرمهال د هندۍ لوبډلې مشري کوي.

د هندوستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې دغه پرېکړه د یاد هیواد د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې په غونډه کې شوې ده.

دوی د افغانستان پر وړاندې په ټیسټ لوبه کې د ګډون کوونکو لوبغاړو نومونه هم په ډاګه کړي دي. په دغه لوبډله کې د اجنکنیا رهانې په مشرۍ د شیکر داون، ویجي، لوکش راهول، چتیشور پوجارا، کرون نایر، وریدیمان سها، روي چندرا آشوین، رویندرا جدیجا، کلدیپ یادو، اومش یادو، محمد شمي، هردیک پانډیا، ایشانت شرما، او شاردول ټاکور نومونه شامل دي.

هندي رسنۍ وايي، چې د هند دوه وتلي توپ اچوونکي جسپریت بومرا او بونشور کومار به په دغه لوبه کې ګډون ونه کړي.

همداراز د ویرات کوهلي نوم هم په اعلان شوي نوملړ کې شامل نه دی.