23
الثلاثاء, تموز

اجرائیه رییس د فوټبال ملي لوبغاړو ته د اماراتو په ښارګوټي کې د کورونو کیلۍ ورکړې

لوبې
Typography

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډلې ۲۷ لوبغاړو ته د پلازمینې کابل د اماراتو په ښارګوټي کې د کورونو کیلۍ وسپارلې.

په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و.

نوموړي په یادو مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال وویل، چې د فوټبال ملي لوبغاړو ته دغه کورونه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکم پر اساس ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه کورونه ملي لوبغاړو ته د هغوی د لاسته راوړنو او ستاینې په موخه ورکړل شوي، ځکه هغوی په ډیرو سختو حالاتو کې خلکو ته خوښۍ راوړې دي.

ښاغلي عبدالله همداراز وویل، چې هېواد په سختو حالاتو کې دی، او له یوې تحمیلي جګړې سره لاس او ګریوان دی.

خو اجرائیه رییس ډاډ څرګند کړ، چې د اوسنیو ستونزو سره سره حکومت له ورزشکارانو څخه ملاتړ ته ژمن دی. ده پر ملي لوبغاړو غږ وکړ، چې د افغانستان د بریا لپاره خپلې هڅې ګړندی کړي.