21
الأحد, تموز

افغانستان له بنګله دېش څخه د ۲۰ اوریزو لوبو سریز وګاټه

لوبې
Typography

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه او په دې سره یې دغه سریز په خپل نوم کړ.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبغاړو د ۶  لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش ته د ۱۴۶ منډو هدف ورکړ. سمیع الله شینواري ۳۳، محمد شهزاد ۲۶، عثمان غني ۱۹، نجیب الله ځدراڼ ۱۵، شفیق الله شفق ۴ او محمد نبي ۳ منډې جوړې کړې.

په دویمه نیمایي کې بنګله دېشي لوبغاړو د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره  ۱۴۴ منډې جوړې کړې، خو لوبه یې د ۱ منډی په توپیر افغانستان ته وبایلله.

دا په داسې حال کې ده افغانستان په لومړی لوبه کې هم بنګله دېش ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړې وه او دویمه لوبه یې د شپږو ویکټو په توپیر ترې ګټلې وه.

د نننی لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د بنګله دېش لوبغاړي او توپ وهونکي مشفیق الرحیم ته ورکړل شوه.