21
الأحد, تموز

د افغانستان د ۱۶ کلنو د فوټبال لوبډله عمان ته روانه شوه

لوبې
Typography

د افغانستان د شپاړس کلنو د فوټبال ملي لوبډله نن له غرمې مخکې عمان ته روانه شوه.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شپاړس کلنو ملي لوبډله به په عمان کې په یو لړ روزنیزو او دوستانه لوبو کې ګډون وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د شپاړس کلنو ملي لوبډله به په عمان کې د شپږو ورځو لپاره په یوه روزنیزه  کمپ کې برخه واخلي.

همداراز د تنکیو ځوانانو دغه لوبډله به له عمان سره هم دوې دوستانه لوبې وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا، د شپاړس کلونو ملي لوبډله به په عمان کې د خپلې روزنې په پایله کې د منځنۍ اسیا د شپاړس کلنو سیالیو لپاره ازبکستان ته لاړه شي.

ټاکل شوې ده چې د فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د سیالیو په لړ کې د چنګاښ د میاشتې په ۱۴، ۱۶ او ۱۸ مه نېټو د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان پر وړاندې لوبې ترسره کړي.