23
الثلاثاء, تموز

افغانستان له ایرلنډه لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه وګټله

لوبې
Typography

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان په ۲۹ منډو وګټله.

د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۷ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره ګلبدين نايب ۶۴ او حشمت الله شاهدي ۵۴ منډې جوړې کړې. د لوبې په دوهمه نیمایي که ايرلنډ ونشوای کړای چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي او ټوله لوبډله په ۴۹ اورونو کې د ۱۹۸ منډو په جوړلو وسوځېده.

په افغان لوبغاړو کې افتاب عالم، محمد نبي او راشد خان هر يوه دوه دوه وېکټې واخیستې.

افغانستان له ايرلنډ سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې راتلونکې لوبه د چارشنبې پر ورځ د اګست پر ۲۹ نېټه ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تر دې مخکې د شل اوریز لوبو سیریز هم له ایرلنډه ګټلې و.