19
الجمعة, تموز

د افغانستان او هند لوبه برابره شوه

لوبې
Typography

د افغانستان او هندوستان ترمنځ لوبه په وروستیو شیبو کې د راشد خان د غوره توپ اچوونې او د نجيب ځدراڼ له خوا د وروستي لوبغاړي جدېجا د کېچ په پايله کې مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبغاړي په دغه لوبه کې د ډګر ساتنې، بټینګ او سپین بالنګ برخو کې ډیر ښه وځلیدل. د لوبې په وروستیو دوو اورونو کې هند درې وېکټې له لاسه ورکړې، چې دې پر پر هندي لوبغاړو فشار ډېر کړ.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۵۲ منډې جوړې کړې او هندۍ لوبډلېته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه. محمد شهزاد په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ۱۲۴، محمد نبي ۶۴ او نجیب الله ځدراڼ ۲۰ منډې جوړې کړې.

د هند له توپ اچوونکو رویندرا جدیجا ۳، کلدیپ یادو ۲ او خلیل احمد، دیپک چاهار او کیدر جدیو یوه یوه ویکټه واخسته.

د لوبې په دویمه نیمایي کې د هند پرانستونکو توپ وهونکو کې، ایل راهول او امباټي ریوډو ډیره ښه لوبه وکړه د دوی ملګرتیا یې ۱۱۰ منډو ته رسیدلې وه، چې رایډو د محمد نبي په توپ نجیب ځدراڼ کیچ اوټ کړ، هغه ۵۷ منډې تر سره کړې وې، کې ایل راهول ۶۰، دنیش کارتیک ۴۴، کیدر جدیو ۱۹ او ایم، ایس دوهنې ۸ منډې وکړې.

په وروستي اور کې هند ته ۷ منډې په کار وې، چې لوبه وګټي. د هند وروستي لوبغاړي رویندرا جدیجا او خلیل احمد ولاړ و، چې د راشد خان په پنځم توپ د هند وروستی لوبغاړی رویندرا جدیجا هم نجیب ځدران کیچ اوټ او لوبه مساوي پاتې شوه.

افغان لوبغاړی محمد شهزاد چې په ۱۱۶ توپونو یې ۱۲۴ منډې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.