23
الثلاثاء, تموز

بلخ د ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ اتلولي وګټله

لوبې
Typography

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ پایلوبه د کابل ځوانانو او بلخ لیجينډز ترمنځ ترسره او د بلخ لوبډلې په ګټه پای ته ورسيده. د کابل ځوانانو لوبډلمشر راشدخان د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۳منډو هدف ورکړ.

د بلخ لوبډلې په ۱۹ اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېد سره ټاکلی هدف پوره کړه او پايلوبه يې وګټلهد بلخ لپاره قيس احمد تر ټولو ډېرې ۵ وېکټې واخيستې.

همداراز محمد نبي، افتاب عالم، راوي بوپارا او ميرويس اشرف يو یو لوبغاړی وسوځاوه. د بلخ لوبډلې د توپ وهنې پيل ښه نه و په لومړي اوور کې يې دوې وېکټې له لاسه ورکړې، خو کرېس ګېل ښه لوبه کړه او په ۳۴ توپونو يې ۵۶ منډې جوړې کړې.

د ده ترڅنګ روي بوپارا ۳۲ منډې وکړې. د کابل لپاره واين پارنېل دوې، راشد خان، فريد احمد او مسلم موسي يوه يوه وېکټه واخيسته.

د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه قیس احمد وګټله. په دې ټورنمنټ کې تر ټولو غوره توپ اچونکی ايسورو اودانا و، نوموړي په ۸ لوبو کې ۱۷ لوبغاړي سوځولي و، غوره توپ وهونکی محمد شهزاد محمدي و، چې په ۹ لوبو کې يې ۳۴۴ منډې کړې وې او ۴ نيمه سلیزې يې وهلې وې.

د دې سياليو غوره ځوان لوبغاړی درویش رسولي ونومول چاچې غوره توپوهنه کړې وه. او د ټورنمنټ غوره لوبغاړی راشدخان وټاکل شو، چې ۹ ويکټې اخستې وې او ۱۷۱ منډې يې کړې وې.

ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ سيالۍ د اکتوبر میاشتې په ۵ نيټه د ۵ لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې پيل شوې او په ۱۷ ورځو کې ۲۳ لوبې ترسره شوې. دغه لوبې نږدې په ټولو لویو وچو کې په ژوندۍ بڼه وښودل شوې.

د سياليو اتلې لوبډلې ته ۳ لکه امريکايي ډالر او دويمې لوبډلې ته بیا ۱‍ لک امريکايي ډالر د نغدي انعام په توګه ورکړل شول.