18
السبت, تشرين2

په مزار شريف کې د سکيټ لوبه

لوبې
Typography

په مزار شريف ښار کې د سکيټ د پارک د پرانستلو  په مراسمو کې ځلميانو د سرکس او جګړه ايزو هنرونو حرکتونه تر سره کړل.سپورت او تفريحي فعاليتونه په نظم او دسپلين او د ذهن په پياوړتيا کې مهم رول لوبولاى شي. دا مطلب د بلخ والي عطا محمد نور په مزار شريف ښار کې د سکيټ د لومړي پارک د پرانيستو د مراسمو پرمهال څرګند کړ.

ښاغلي نور زياته کړه :“ ماشومان او تنکي ځوانان دلته په راټوليدو سره له يو بل څخه زده کړه کوي. دوى دلته نه يوازي خپلې وړتياوي او تجربې زياتوي، بلکې د نشه يي توکو او تاوتريخوالو له ناوړه اغيزو څخه هم خوندي پاتې کيږي.”

د ١٤ کلنې حنيفې نندارې د ګډونوالو د ستاينې وړ وګرځيدې.

په مزار شريف ښار کې د سکيټ پارک په هيواد کې ددې لوبې دويم ډګر دى چې د افغان سکيسټانو د مرکز له خوا پرانيستل شوى دى. ددې لوبې لومړى ډګر په ١٣٨٨ کال کې په کابل کې پرانيستل شو او ډير ژر د کابل د ځوانانو لپاره په يوه بنسټ بدل شو.

١٤کلنه سکيټره، حنيفه چې په دې مراسمو کې د ګډون لپاره له کابل مزار شريف ته غوښتل شوې وايي:“ دا سپورټ پر ما ګران دى او اوس ماشومانو ته ښيم چې له هڅو او تمرين سره څه ترلاسه کولاى شي.”

د افغانستان د المپيک د ملي کميټې رئيس محمد ظاهر اغبر وايي، دا د ځوانانو د استعدادونو د ودې ځاى دى . نوموړي زياته کړه : “ په مزار شريف کې د سکيټ پارک له ٥ څخه نيولې بيا تر ١٨ کلونو پورې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د سپورټ ځاى دى. دوى کولاى شي له سکيټ سربيره نور لوبو ته چې د توپ په مرسته کيږي هم ترسره کړي، همدارنګه دلته د سرکس او جمناستيک ورزش هم زده کيدلاى شي.” له دې آسانتياو څخه پر سپورت سربيره د ښوونيزو موخه لپاره هم کار اخيستل کيدلاى شي.د انګليسي ژبي ، سواد زده کړي ، رسامي او عکاسي کورسونه د يو شمير ښوونيز پروګرامونو يوه برخه ده چې شاوخوا ٣٠٠ ماشومانو ورته نوم ليکنه کړيده او ګټه به ورڅخه واخلي.

افغانان د بريا په لور روان دي او يوه راتلونکې يې په تمه ده. هرڅوک کولاى شي د خپلې راتلونکې په جوړيدو کې هڅي وکړي.